نن دې په سترګو کې د تېرې شپې کیسه ورکه ده
 ایمل مړوند ایمل مړوند

ختیځ ادبي بهیر ملګرو په خپله ۴۲ مه اونیزه غونډه کې د ځوان شاعر شفق الله شفق په غزل کرکتنه وکړه.

غونډه د ۱۳۹۲ کال د جمعې په مبارکه ورځ د غويي میاشتې په (۱۳)  مه نېټه د جلال اباد ښار د میديوتیک په انګړ کې سید مصلح الدین د قران پاک د مبارکو ایاتونو پرتلاوت پیل کړه.

د دریځ چارې جمال ثاقب مخکې وړلې، مشر يې صاحب الله عابد و او کوربه توب يې محمد اسحاق همت کولو.

په سر کې بهیروالو په ګوشتې ولسوالۍ کې د وطن په ننګ شهید محمد قاسم ته د دعا لاسونه لپه کړل او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

بهیروالو د مجاهد شهید محمد قاسم میړانه او د وطن د ساتنې په موخه د شهید سرخندنه وستایله او پر هغه ویاړ وکړ.

د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوستلو او ملګرو يې ستاینه وکړه.

د توکیو د اروزونې په برخه کې د ژمنې سره سم شفق خپل غزل ارزونې ته وړاندې کړ، چې مطلع يې داسې وه:

نن دې په سترګو کې د تېرې شپې کیسه ورکه ده

نن دې خبرو کې تر ډېره تلوسه ورکه ده

باز محمد عابد مطلع خوښه کړه، وې ویل ډېره ښکلې ده او هر نیم بیتی يې بېله بېله مانا لري که سړی دویم نیم بیتی ونه لولي هم مانا ترېنه اخیستی شي.

عابد د ځينو ملګرو د پوښتنې په ځواب کې چې نن په کې دوه ځله راغلی وویل: (( دلته د ((نن)) کلیمه د حسن تکرار په ډول راغلې ده او بیت ته يې ښګلا وربښلې ده)).

عزت الله ځواب که څه هم مطلع خوښه کړه خو د دواړو نیم بیتو ترمنځ يې د تړاو نشتوالي ته ګوته نېوله.

باز عابد بیا ویل چې د نیم بیتو ترمنځ تړاو شته دی. په وینا يې دوی چې تېره شپه کومه ناسته کړې ده نن د هماغې شپې په اړه پوښتنه کوي، چې نن دې په سترګو کې د تېرې شپې کیسه نشته دی، نن دې خبرو کې تر ډېره تلوسه نشته دی.

او د غزل لومړی بیت بیا داسې و:

دا چې د غره لمنه نیسي پښه نیولی ګوري

د دې شپانه  نه د شپېلۍ سوې نغمه ورکه ده

ځواب بیت خوښ کړ. په خبره يې کلیوالي انځورونه په کې دي او ریښتیا هم په هیواد کې ډزو ډوز او انقلابونو په غرونو کې شپونکی او نغمې ورکې کړي دي، نو په بیت کې یو ارمان شته دی .

ایمل مړوند وویل: د شفق شاعري يې لوستې ده ټوله ښکلې ده، خو دا غزل يې د نورې شاعرۍ په څېر نه دی او داسې ښکاري لکه په زور چې يې لیکلی وي. د هغه په خبره په دې بیت کې تکراري او سولیدلي تصویرونه وړاندې شوي دي چې د بیت خوند يې پیکه کړی دی.

د مړوند په وینا مطلب يې دا نه دی چې ګوندې هغه توکي چې نورو شاعرانو یاد کړي دي نوي شاعران دې نه یادوي خو که ښه او په نوي ډول يې یاد کړي کمال به يې کړي وي.

باز عابد بیا وویل: د بیت له روخ سره جوړ نه دی. په وینا که داسې یو تصویر يې وړاندې کړی و، چې حالاتو اوس غرونو ته شپونکیو لارې بندې کړي دي او نه شي تلی نو په باور يې یو ښه تصویر به يې وړاندې کړی و.

ضاالیدن همت مل که څه هم د مړوند د خبرې ملا تړله، خو ویل چې دلته د شاعر موخه دا ده چې کله کله سړي کوم شي ته خیر شي نو داسې پښه نیولی کیږي. دلته هم د شپانه نه نغمه ورکه ده او ورته پښه نیولی دی.

بختیار ساحل وویل : (( د شفق شاعري ما لوستې ده ټوله يې ښه شاعري کړې ده او د ښه شعر د لیکولو وړتیا هم لري، زه دا نه وایمه چې شپون او شپیلې چې اجمل اند او نورو شاعرانو یاد کړي دي نور دې نه یادوي، خو هیله مې داده چې موږ په دې زمانه کې اوسو او باید د دې زمانې تصویرونه وړاندې کړو که یاد شوي او تکراري تصویرونه هم یادوو باید په نوي رنګ او نوي خوند سره يې راوړو)).

 

د غزل دویم بیت داسې و:

دا لاروی چې د منزل غېږې ته نه رسیږي

دې لاروي نه د مزله په غېږ کې شپه ورکه ده

ځواب په دریم بیت کې د لاروي کلیمې ته په اشارې سره وویل: په لومړي بیت کې چې د نن کلیمه تکرار راغلې وه بیت ته يې خوند ورکړی و، خو ولې په دې بیت کې بیا د لاروي کلیمې تکرار راتلل دومره خوندرو نه دي راغلي .

نوموړي زیاته کړه، شاعر په بیت کې ټوله خبره پوره کړې ده که یو څه يې لوستونکي ته پریښي وو لا به ښه راغلی و.

احمد جمال ثاقب بیا د لاروي کلیمه خوښه کړه له انده يې لاروی ډېر ښکلی راغلی دی.

شریف شاهین بیا ویل چې د بیت په مانا پو نه شو چې د لاروي نه د مزله په غېږ کې شپه څنګه ورکه ده.

خو نورو ملګرو ورته وویل، چې د شپې ورکیدل دلته د لارې ورکیدلو په معنا راغلي دي کله کله یو څوک دومره سرګردانه وي چې لاره يې ورکه کړې وي یا دومره د شپې تیارې ورخطا کړی وي چې لاره ترېنه ګډه وډه شي بیا خلک وايي چې شپې پسې اخیستی و.

او دریځوال دریم بیت ته لاړو:

ښکاري ټوپک ته دې لاس مه وړه د هوسۍ بچي دي

د دې هوسۍ نه په دې شین غره کې چینه ورکه ده

محمود خزان وویل شاعر وايي: ښکاري ټوپک دې لاس مه وړه د هوسۍ بچي دي ـــ د دې هوسۍ نه  په دې شین غره کې چینه ورکه ده. معلومه نه شوه چې د هوسۍ نه چینه ورکه ده او که د بچیو نه يې.

ځواب وویل: دلته د شاعر موخه داده چې ښکاري ټوپک ته لاس مه وړه د هوسۍ بچي دي. یانې دا هوسۍ واړه واړه بچي لري چې ډز پرې ونه کړې او هسې نه ترېنه پاتې شي د دوی نه چینه ورکه ده.

همت مل بیت ډېر خوښ وکړ. زیاته يې کړه دلته يې ډېر ښه عاطفي تصویر چې د روانو او تېرو حالاتو ښه انځورګري کولی شي راخیستی دی.

خو ایمل مړوند بیا هم په خپله خبره ولاړ وې ویل: په دې بیت کې بیا هم تکراري تصویر راخیستل شوی  او هغه په نوي رنګ او خوند سره نه دی. نو همدا ده چې بیت يې پیکه کړی دی، د هغه په وینا تر دې وړاندې ډېرو نورو شاعرانو ورته تصویر ډېر ښه کاګلی دی نو که بل څوک يې په خپل شعر کې راخلي باید په نوي ډول سره يې وکاروي.

ځواب د اجمل اند یو بیت د بیلګې په توګه یاد کړ : لینده مه کشکوه سترګې دې ړندې شه ـــ دا د کور کلي کوتره د ښکار نه ده.

وې ویل دلته په دې بیت کې د الفاظو رنکیني او هنریت شتون لري ځکه يې بیت ته ښکلا ورکړې ده.

خو د شفق بیت یوازې یو ساده نصيحت دی، چې ګوره هلکه دا هوسۍ بچي لري او پام چې پرې ډز ونه کړې. نو دلته یوازې ساده خبرې دي او هنریت په کې نشته دی.

نوموړي په شعر کې د هنریت او تغزل په اړه خبرې وکړې، وې ویل هنریت داسې شی نه دی لکه کوم چا، چې ښکلې جامې اغوستي وې او نورو ته ښکلی ښکاري بلکې داسې دی لکه په انسان کې، چې سړیتوب او احلاق وي چې ښکاري نه خو خلکو ته خوند ورکوي، نو هنریت په شعر کې هم همداسې مثال لري.

هغه وویل : (( تغزل په شعر داسې مثال لري لکه په انسان کې چې سړیتوب وي))

او څلورم بیت داسې و:

دا سړی ولی د جګړې مخې ته ځان ورغورځوي

په دې جګړه کې خو د کوم سړي ناره ورکه ده

ملګرو که څه دا بیت تر ډېره ګونک یاد کړ او وې ویل چې مانا نه ورکوي، خو ځينو يې بیا ویل که د (( کوم)) پر ځای ((ځکه)) راشي یو څه به وړاندې کړي، خو بیا هم څرګند مفهوم له ځان سره نه لري او لوستونکي ترېنه څه نه شي اخیتسلی. بهیروالو د شفق نه غوښتنه وکړه، چې په دې بیت او ان په ټول غزل دې یو ځل بیا له سره فکر وکړي او ځينې سموونې يې هم ورته په کې په ګوته کړې.

او د غزل ورستی بیت یا مقطع داسې وه:

یو وخت به وي، چې دې شفقه سر ته وژاړمه

هر وختې څله وايې چې دلته لوپټه ورکه ده

د غزل د مقطعې په اړه هم ملګرو ډېر بحث وکړ خو ټولو ویل، چې دواړه نیم بیتيي سره په خپلو کې هیڅ ډول تړاو نه لري او نه کومه مانا وړاندې کوي نو د شفق نه يې هیله وکړه چې د څلورم او پنځم بیت په اړه خپله خبرې وکړي چې موخه يې ترېنه څه ده.

دریځوال شفق ته بلنه ورکړه نوموړي له ټولو ملګرو مننه وکړه چې په غزل کې يې ورته رغنده مشورې او نظرونه ورکړل او وې وېل چې په دې بیتونو او ان ټول غزل به له سره فکر وکړي .

تر اروزونې وروسته یوه ازاده مشاعره وشوله چې لسګونو تنو په کې خپل شعرونه ولوستل.

په په پای کې صاحب الله عابد د دې اونۍ ناسته ډېره ښه واروزوله او له ملګرو يې هیله وکړه چې په خپل وخت غوندې ته راځي.

غونډه غرمه ناوخته پآی ته ورسیدله.


May 8th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها